میدان وردګو کې د وداه پر مراسمو برید کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

27 عقرب 1397 ساعت 9:38

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي وايي افغان ځواکونو په دې ولایت کې د یوه واده پر مراسمو د درنو وسلو برید کړی خو ځايي چارواکي وايي معلومه نه ده، چې دا مرمۍ د کوم لوري له خوا توغول شوې.


د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي وايي افغان ځواکونو په دې ولایت کې د یوه واده پر مراسمو د درنو وسلو برید کړی خو ځايي چارواکي وايي معلومه نه ده، چې دا مرمۍ د کوم لوري له خوا توغول شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون شنبې د لړم ۲۶ مه له غرمې وروسته د میدان وردګو ولایت د د جلریز ولسوالۍ اړوند ذیولات سیمه کې شوې ده.

د یاد ولایت د ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک وايي، په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو د یوې پوځي اډې څخه په یوه کور چې په کې د واده مراسم وو، د درنو وسلو برید شوی دی.

نوموړي زیاته کړې دغه برید شاوخوا ۱۰ دقیقې دوام درلود، چې په ترڅ کې یې په یاد کور کې زوم، د زوم  تره زوی او لمسی وژل شوي، او د دوه مېرمنو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي.

هغه ادعا وکړه، چې امنیتي ځواکونو ته ښه معلوم و، چې په دغه کور کې واده دی او وسله وال مخالفین په کې نشته خو بیا یې هم ورباندې بیردی کړی دی.

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړی وايي، وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي او د پېښې رامنځ ته کېدو په تړاو ولس له حکومته سپناوی غواړي.

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل بیا وایي، په دغه سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې پر مهال یوه مرمۍ په یوه کور لګېدلې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي، خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې مرمۍ د چا له خوا ویشتلې شوې ده.

هغه زیاته کړه تر اوسه دا هم نه ده معلومه، چې وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي دي او که وسله وال مخالفین، خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 110382

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110382/

جمهور
  https://www.jomhornews.com