۰

فراه کې د نامعلومه وسله والو په برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي

یکشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۰
چارواکي وايي، فراه ښار کې د نامعلومه وسله والو کسانو په یوه غلچکي برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
فراه کې د نامعلومه وسله والو په برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي
چارواکي وايي، فراه ښار کې د نامعلومه وسله والو کسانو په یوه غلچکي برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه پېښه نن یکشنبې د لړم ۲۷ مه سهار مهال د فراه ښار د باغ پل په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې دوه وسله والو کسانو په یاده سیمه کې پر دوه ملکي وګړو برید کړی او دواړه یې ځای پر ځای وژلي دي.

دی وایي، د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې خو لومړني معلومات ښيي، چې دغه پېښه د شخصي اختلافاتو له امله رامنځ ته شوې ده.

د فراه ولایت شورا هم د یادې پېښې د پخلي تر څنګ په فراه ښار کې د غلچکي بریدونو پر زیاتېدا اندېښنه ښودلې او له ځای حکومت یې غوښتي، چې د ورته پېښو مخنوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي