ملي دفاع وزارت قندوز ولایت کې د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې د ۷۴ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د لړم ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې کمانډو ځواکونو د قندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د یوه ځاي قوماندان سردار ولي په ګډون ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.
بل خوا د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي طالبانو تېره شپه د قندوز ښار او خان آباد ولسوالۍ د ۳ نمر لویې لارې پر سر په امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې له ماتې سره مخ شول.
پوځي چارواکي زیاتوي، چې په دې ۸ ساعته جګړه کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل