۰
د امریکا د پوځ مشر:

د افغان جګړې سیاسي حل لار د طالبانو په ګټه ده

یکشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۲
د امریکا د پوځ مشر جوزف ډانفورډ ویلي طالبان جګړه نه بایلي او د افغان جګړې د پای ته رسېدو سیاسي حل لار د وسله والو طالبانو په ګټه ده.
د افغان جګړې سیاسي حل لار د طالبانو په ګټه ده
د امریکا د پوځ مشر جوزف ډانفورډ ویلي طالبان جګړه نه بایلي او د افغان جګړې د پای ته رسېدو سیاسي حل لار د وسله والو طالبانو په ګټه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډانفورډ تېره ورځ د کاناډ د هالفکس په یوه اکاډمیک مرکز کې د وینا پر مهال دغه څرګندونې کړې او زیاته یې کړې دا به عادلانه وي، چې سړی و وايي، طالبان یې په جګړه کې نه بایلي.

رسنیو د ډانفورډ له قوله ویلي چې امریکايي ځواکونو او د هغوی ناټو ملاتړو هڅه کوي، پر طالبانو، پوځي، سیاسي او اقتصادي فشارونه زیاته کړي تر څو هغوی اړ شي، چې د سولې خبرو ته کېني او له جګړې لاس په سر شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې طالبان به هم یوه ورځ اړ او په دې پوه شي چې باید سولې ته غاړه کېږي او زموږ هڅه هم دا ده، تر څو د فشارونو له مخې دغه ډله د خبرو له پاره چمتو کړو.

د امریکا د پوځ مشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو هڅې پیل کړې او د راپورونو له مخې ګمان کېږي، چې په نېږدې راتلونکې کې یوې پایلې ته ورسېږي.

زلمي خلیلزاد د افغان سولې په تړاو افغانستان او د سیمې ځینو هېوادونو ته بیا سفرونه پیل کړي او په دې ترڅ کې یې له افغان چارواکو او د طالبانو له استازو سره لیدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي