مشرانو جرګه وايي، سوله د افغان ولس ارمان او اړتیا ده، خو د سولې پر سر له سیاسي مشرانو سره د خلیلزاد لیدنې شکمنې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سنا رییس فضل الهادي مسلم یار د نن یکشنبې لړم ۲۷ مې په عمومي غونده کې و ویل، د افغانستان ولس د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد پر هڅو ځکه نیوکې لري.
د مسلم یار په وینا که خلیلزاد په دې برخه کې دوه ګونۍ سیاست نه لوبوي نو ولې ټول سیاسي مشران یو ځای ارګ کې نه راټولوي او د سولې په تړاو ورسره خبرې نه کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې خلیلزاد د سولې په تړاو هڅو کې د افغان حکومت او سیاسیون تر منځ توپیري چلند کوي او له هر یوه سره به جلا جلا ډول مشکوکې لیدنې لري، که نه ټول پوهېږي، چې جګړه د حل لار نه ده او د باعزته سولې هرکلی کوي.
په ورته وخت کې ښاغلي مسلم یار د ولسمشر له خوا د سولې په تړاو د مشورتي بورډ جوړېدو په اړه و ویل، ولسمشر په دې کار سره غواړي، هغه کسان چې د سولې په اړه نظر لري د سولې عالي شورا سره د همکارۍ په خاطر په دغه مشورتي بورډ کې سره راټول کړي.
د جرګې یو شمېر نورو غړو هم د سولې پروسه پېچلې او دا یې د لویو زبرځواکونو په ځانګړې توګه د امریکا او روسیې او د سیمې د هېوادونو اوافغان سیاسیون تر منځ سیاسي لوبه وبلله.
د مشرانو جرګې غړي عبدالرحیم حسنیار و ویل، چې افغان سیاسیون هم ناسم سیاستونه پر مخ کړي او د سولې پروسه په عملي توګه د سولې عالي شورا له لاسه وتونکې ده.
هغه ټینګار وکړ، چې د لوی زبرځواکونه او د سیمې هېوادونه افغانستان ته هېڅ کله سوله نه شي راوستی، او افغان سیاسي مشرانو ته پکار ده، چې پرېنږدي د سولې روان بهیر د افغان ولس پر تباهۍ منتج شي.
سناتور زلمي زابلي هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې د سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد هڅې او د ولسمشر غني له خوا د سولې د مشورتي بورډ جوړېدل افغان ولس په وېره کې راګیر کړی دی.
نوموړي و ویل خلیلزاد باید روښانه کړي، چې غواړي څه وکړي.
د سولې پروسې په اړه د زلمي خلیلزاد پر هڅو په داسې مهال کې مشرانو جرګه نیوکه کوي، چې تر دې وړاندې د افغان حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق هم ویلي چې د سولې په تړاو د خلیلزاد هڅې یو اړخیزه دي.
د سولې عالي شورا هم نیوکه کړې، چې د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي د سولې په تړاو له دوی سره معلومات نه دي شریک کړي.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني