انټرنېشنل پالیسي ډایجسټ مجله لیکي چې امریکا د افغانستان د جګړې د لوری بدلولو لپاره له ډېرو لارو هڅه وکړه، خو نتیجه یې ورنه کړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه مطلب لیکوال ویلي طالبان د افغانستان په جګړه کې د پاکستان محوري رول دی او تر څو د پاکستان چاره نه وي شوې طالبان له پښو نه لوېږي.
د مطلب لیکوال زیاته کړې، چې پاکستان له پیله د طالبانو تر شاه ولاړ و او په ۱۹۹۶ کال د امریکا په یوه استخباراتي راپور کې هم ویل شوي و، چې پاکستاني ځواکونه د طالبانو لپاره جګړه کړي.
لیکوال وړاندیز کړی، چې امریکا دې د پاکستان پر پوځ بندیزونه ولګوي، تر چې اړ شي د طالبانو لا ملاتړه لاس واخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل