محقق له خلیلزاد سره لیدنه کې!

طالبان باید وپوهول شي چې پر هزاره مېشتو سیمو بریدونو کې نشي بریالی کېدای

27 عقرب 1397 ساعت 15:18

د افغان حکومت اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدنه کې ویلي طالبان باید وپوهول شي چې پر هزاره مېشتو سیمو بریدونو کې نشي بریالی کېدای.


د افغان حکومت اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدنه کې ویلي طالبان باید وپوهول شي چې پر هزاره مېشتو سیمو بریدونو کې نشي بریالی کېدای.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محقق ټینګار کړی، چې  په مرکزي سیمو د طالبانو په دې ډول غیر انساني بریدونه به د سولې پروسې سره مرسته ونه کړي.

محقق له خلیلزاد سره نن یکشنبې د لړم ۲۷ مه د وزیرانو شورا په ماڼۍ د خپل کار په دفتر کې لیدلي او ویلي یې دي، چې سوله د افغان ولس ارمان او اړتیا ده او له دې پروسې ملاتړ کوي.

هغه په خپلو خبرو کې پر هزاره مېشتو سیمو د طالبانو پر بریدونو خواشني ښودلې او ټینګار یې کړی، چې طالبان باید وپوهول شي، چې پر دغه سیمو بریدونو کې نه شي بریالي کېدای او د دې بریدونو دوام د سولې پروسې سره ښايي مرسته ونه کړي.

محقق ویلي«موږ په دې پروسه کې باید دوه څه په پام کې ونیسو، یو دا چې د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې وساتل شي او بل دا چې د سولې او اوربند کړنلاره باید پراخه وي.»

په ورته وخت کې خلیلزاد په خپلو خبرو کې ویلي، چې د ده دنده د افغان حکومت او نورو اغېزمنو اړخونو سره په ګډه له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو زمینه برابرول دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د همدې هدف له پاره به د ټولو اغېزمنو کسانو او شخصیتونو سره د سولې پروسې په تړاو لیدنې او خبرې وکړي.

محقق او خلیلزاد پر داسې مهال یو له بل سره ګوري، چې تر دې وړاندې محقق د خلیلزاد له خوا د سولې پروسې په اړه خبرې یو اړخیزه بللې وې او ویلي و، چې نوموړي تر اوسه د هزاره مشرانو سره نه دي لیدلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110412

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110412/

جمهور
  https://www.jomhornews.com