د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ جنرال عبدالیمین مظفر الدین د میدان وردګو د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواک اداره وايي، له هغې وروسته چې د دې ولایت پخواني والي ډاکترمحمد عارف شاه جهان له خپلې دندې استعفا وکړ، ولسمشر غني د سیمه ییزه ارګانونو ادارې په وړاندیز جنرال مظفر الدین د دغه ولایت والي وټاکه.
له دې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شويو چې مظفر الدین په نظامي برخه کې لوړې زده کړې او د کار کافي تجربه لري.
جنرال مظفر الدین تر دې وړاندې د میدان وردګو د امنیه قوماندان او فرقه مشر په توګه هم پاتې شوی او پر دې سربېره په دې وروستیو کې د یاد ولایت د یوې قومي شورا رییس و.
جمهورخبري آژانس:کابل