د امریکا ولسمشر یو ځل بیا د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پر رول سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي دغه ملک د امریکا له پاره هېڅ نه کوي، نو ځکه امریکا پرې مرستې بندې کړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ د فاکس ټلویزن سره مرکه کې زیاته کړې، چې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن هم د پاکستان پوځي اډې ته نېږدې اوسېده او ټول پاکستان پرې خبر و، خو امریکا ته یې معلومات نه ورکول.
ټرمپ ویلي« هغه(بن لادن) په پاکستان کې د پوځي اډې خوا ته اوسېده د پاکستان حکومت د هغه په پټېدو کې مرسته کړې ده.»
د امریکا ولسمشر پر پاکستان د خپلو مرستو بندولو پرېکړه پر ځای وبلله ځکه د ده په وینا پاکستان هر کال له امریکا ۱.۳ میلیارد ډالر تر لاسه کول خو هغوی یې په مقابل کې د امریکا لپاره هېڅ ونه کړل.
نوموړي زیاته کړې« موږ د پاکستان سره مرسته کولې، موږ اوس هغوي ته دغه مرسته بنده کړې ده، ما ځکه دغه مرستې بندې کړې، چې پاکستان زموږ لپاره هېڅ هم نه کوي.»
د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ځینو لوېدیځو دیپلوماتانو او سیاسي شنونکو هم امریکا ته وړاندیز کړی، چې پر پاکستان نور فشارونه هم راوړي او د دغه هېواد پر پوځ خپلې مرستې ودروي.
انټرنېشنل پالیسي ډایجسټ مجله پرون لیکلي و، چې امریکا د افغانستان د جګړې د لوری بدلولو لپاره له ډېرو لارو هڅه وکړه، خو نتیجه یې ورنه کړه.
د دغه مطلب لیکوال ویلي طالبان د افغانستان په جګړه کې د پاکستان محوري رول دی او تر څو د پاکستان چاره نه وي شوې طالبان له پښو نه لوېږي.
د مطلب لیکوال زیاته کړې، چې پاکستان له پیله د طالبانو تر شاه ولاړ و او په ۱۹۹۶ کال د امریکا په یوه استخباراتي راپور کې هم ویل شوي و، چې پاکستاني ځواکونه د طالبانو لپاره جګړه کړي.
لیکوال وړاندیز کړی، چې امریکا دې د پاکستان پر پوځ بندیزونه ولګوي، تر چې اړ شي د طالبانو لا ملاتړه لاس واخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل