۰

د پاکستان حکومت د مولانا سمیع الحق مړۍ له قبره راباسي

دوشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۸
د پاکستان پولیس د دغه هېواد د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر او حقانیه مدرسې د بنسټ ګر مولانا سمیع الحق مړی د نورو تحقیاتو له پاره له قبره راباسي.
د پاکستان حکومت د مولانا سمیع الحق مړۍ له قبره راباسي
د پاکستان پولیس د دغه هېواد د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر او حقانیه مدرسې د بنسټ ګر مولانا سمیع الحق مړی د نورو تحقیاتو له پاره له قبره راباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان قضا ادارې هم په دې برخه کې له پولیسو سره موافقه کړې او د مولانا مړی به د لا نورو پلټنو لپاره را وایستل شي.

د پاکستان اېکسپرېس ترېبیون ورځپاڼې ویلي پولیسو له قضايي چارواکو غوښتي و چې دوی ته اجازه ورکړي چې د سمیع الحق مړی له خاورو راوباسي او د عدلي طب معاینه یې وکړي.

دغه رسنۍ د پاکستاني پولیسو له قوله وايي، باید د سمیع الحق د قتل د انګېزې او د قاتل د موندلو لپاره هر لازم اقدام وکړي.

د سمیع الحق کورنۍ له قبره د نوموړي له راایستلو سره مخالفه ده او وايي، دا د مولانا سمیع الحق بې عزتي ده خو پولیس ویلي، په هر صورت دوی خپل تحقیقات بشپړوي او مړی راباسي.

باید و ویل شي، مخکې تر دې چې د سمیع الحق مړی خښ شي، پولیسو د عدلي طب معاینې غوښتنه کړې وه خو هغه مهال هم د سمیع الحق کورنۍ له دې کار سره سخت مخالفت وکړ.

پولیسو تراوسه پورې ۳ تنه د سمیع الحق په وژلو کې د لاس لرلو په شک نیولي دي. پولیسو دا کسان په دې خاطر نیولي چې له سمیع الحق سره یې تر مرګ وړاندې ټېلفوني خبرې کړې وې یا یې له نوموړي سره د ټېلفوني تماس هڅه کړې وه.

د یادونې وړ ده، چې مولانا سمیع الحق نېږدې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد په راولپندۍ ښار کې په خپل کور کې د چړو په ګذارونو و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي