د امریکا ولسمشر ټرمپ افغانستان ته سفر کوي

28 عقرب 1397 ساعت 8:32

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي افغانستان او عراق ته په سفرونه وکړي او هلته به له خپلو پوځیانو سره له نېږدې وګوري.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي افغانستان او عراق ته په سفرونه وکړي او هلته به له خپلو پوځیانو سره له نېږدې وګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ افغانستان او عراق ته د سفرونو خبره له فاکس تلوېزیون سره مرکه کې کړې، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي، چې دغه سفرونه به کله تر سره شي.

بل خوا ټرامپ په دې مرکه کې پر پاکستان هم سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې دغه هېواد د امریکا له پاره هېڅ نه دي کړي، نو ځکه امریکا هم مرستې پرې بندې کړې دي.

ټرمپ ویلي، د القاعده مشر د پاکستان د حکومت په همکارۍ د یوې پوځي اډې په ځنګ کې پټ اوسېدوه چې ټول پاکستان پرې خبر و، خو امریکا ته یې معلومات نه ورکول.

د هغه په وینا د پاکستان د نه همکارۍ له امله یې پر دغه هېواد خپلې مرستې بندې کړې او که چېرې پاکستان له امریکا سره ریښتینې همکاري ونه کړي نو د فشارونو د زیاتېدو احتمال شته دی.

جمهوخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 110421

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110421/

جمهور
  https://www.jomhornews.com