۰

کابل کې د امریکا سفیر ډاده دی، چې د خلیلزاد ماموریت به بریالی شي

دوشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۶
کابل کې د امریکا سفیر جان باس وايي، ډاډه دي، چې د افغان سولې په تړاو به د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پیل کړی ماموریت بریالی شي.
کابل کې د امریکا سفیر ډاده دی، چې د خلیلزاد ماموریت به بریالی شي
کابل کې د امریکا سفیر جان باس وايي، ډاډه دي، چې د افغان سولې په تړاو به د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پیل کړی ماموریت بریالی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جان باس ویلي، دا چې خلیلزاد د سیمې او به دغه سیمه کې له لسیزو راهیسې د روانو حالاتو په اړه ښه درک او پوه لري، نو دوی ډاډ دي، چې د سولې پیل کړی ماموریت به یې هم بریالي شي.

په ورته وخت کې نوموړي زیاته کړې، چې که ګاونډي هېودونه د افغانستان د ستونزې په حل کې همکاري وکړي، نو د سولې پروسه به چټکه شي.

د هغه په وینا د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید امریکا ته ډاډ ورکړي، چې د ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي، هغوی ته پټنځایونه نه ورکوي او دغه ډلې له خپلې خاورې باسي.

بل خوا جان باس دا هم ویلي، چې افغان ځواکونو د امریکا او ناټو ملاتړ دوام لري خو تر څنګ یې دا یو مهم هدف دی چې وسله وال طالبان سولې ته غاړه کېږدي او روانه کورنۍ جګړه په افغانستان کې پای ته ورسېږي.

کابل کې د امریکا سفیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې خلیلزاد د افغان سولې له پاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې او په تړاو یې له بېلا بېلو افغان چارواکو، سیاسیونو، جهادي مشرانو او دغه راز له طالب استازو سره بیا کتلي دي.

خلیلزاد ویلي، له طالب استازو سره یې د خبرو پایلې ښې وې او تمه ده، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې له طالبانو سره سوله وشي.

طالبانو هم له امریکايي چارواکو سره د خپلو خبرو پایلې ښې بللې او ځینو پخوانیو طالب چارواکو ویلي طالبان هم غواړي د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې سوله وشي.

ویل کېږي خلیلزاد طالبانو ته د موقتې ادراې د رامنځ ته کولو وړاندیز کړی او له هغوی یې غوښتي، چې په دې اداره کې د خپلو استازو نوملړ امریکا ته وسپاري.

جمهورخبري آزانس: کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي