غور ولایت کې وسله والو غلو پر یوه مسافر وړونکي موټر وسله وال برید کړی او شپږو تنو مسافرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د لړم ۲۸ مه سهار شاوخوا ۴ بجې د غور ولایت مرکز فیروزکو ښار به ۶۵ کیلومترۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، مسافر وړونکی موټر هرات نه د غور پر لور د تګ په حال کې و، چې د بره خانه په سیمه کې وسله والو غلو درولی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې غلو لومړی له مسافرو د هغوی توکي، پیسې او هر څه لوټلي وروسته یې پرې ډزې کړې، چې درې تنه یې وژلي او درې نور ټپیان شوي دي.
د غور د والي ویاند زیاتوي، چې ټول وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي او د دایکنډي ولایت اوسېدونکي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل