۰

د برتانوي پراشوټي ځواکونو یوه ډلګۍ افغانستان ته رسېدلې ده

دوشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۸
د برتانیا ډیلي ایکسپرېس ورځپانې راپور ورکړی، چې د برتانیا د پراشوټي ځواکونو یوه ډلګۍ افغانستان ته رسېدلې ده.
د برتانوي پراشوټي ځواکونو یوه ډلګۍ افغانستان ته رسېدلې ده
د برتانیا ډیلي ایکسپرېس ورځپانې راپور ورکړی، چې د برتانیا د پراشوټي ځواکونو یوه ډلګۍ افغانستان ته رسېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې ویلي، افغانستان ته د یادې ډلګۍ د تګ موخه له طالبانو او داعش پر ضد جګړه کې برخه اخیستل دي.

برتانوي امنیتي چارواکو ورځپلې ته ویلي دغه ځواکونه وروسته له هغې افغانستان ته لېږل کېږي، چې په دې هېواد کې پر ناټو ځواکونو د وسله والو د بریدونو ګواښ ډېر شوی دی.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې افغانستان ته د برتانیا د پراشوټي ځواکونو په دې ډلګۍ کې ۸۰ سرتېري شامل دي، چې په ښو وسلو سمبال دي.

ډیلي ایکسپرېس زیاته کړې دا سرتېري د هغه ۴۴۰ کسیزه برتانوي جنګي ځواک یوه برخه ده، چې د اړتیا پر مهال به له وسله والو سره په مخامخ جګړه کې برخه اخلي.

ورځپانه لکي دا مهال شپږ سوه برتانوي افسران د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي او دا شمېر به تر راتلونکي کال پورې دوه برابره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي