مالستان ولسوالي له طالبانو پاکه،جاغوري کې عملیات روان دي

28 عقرب 1397 ساعت 10:49

ملي دفاع وزارت تایید کړه، چې د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.


ملي دفاع وزارت تایید کړه، چې د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د لړم ۲۸ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، تېره ورځ په مالستان ولسوالۍ کې افغان ځواکونو عملیات د طالبانو پر ضد پوځي عملیات وکړل.

سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت وايي، دا مهال ولسوالي د طالبانو له شتون څه په کلي توګه پاکه شوې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کورنیو چارو وزارت هم ویلي، چې مالستان ولسوالي د طالبانو له شتون څخه پاکه شوې او په جاغوري ولسوالۍ کې لا هم عملیات دوام لري.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د پولیسو ځانګړي ځواکونه، کمانډو ځواکونه او د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او ډېر ژر به دغه ولسوالي هم د هغوی له شتون څخه پاکه شي.

یاد وزارت وایي، افغان ځواکونو ته کافي اکمالات شوي او دا مهال په عملیاتو کې هېڅ ستونزه نشته.
 
باید و ویل شي، چې وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې د غزني په مالستان او جاغوري ولسوالیو بریدونه پیل کړل، چې په نښتو کې ولسي وګړو ته هم درنه مرګ ژوبله واوښته او سلګونه کورنۍ له دې ولسوالي بامیانو او د غزني مرکز ته کډه شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110431

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110431/

جمهور
  https://www.jomhornews.com