د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، که د سیاسي ګوندونو استازي د دوی د کار پر وړاندې خنډ شي کمېسیون به ونشي کولای د ټاکنو پایلې په خپله نېټه اعلان کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ځینو سیاسي ګوندونو استازو تېره ورځ د کمېسیون له غړو سره لفظي شخړه وکړه.
د سیاسي ګوندونو د استازو او کمېسیون د غړو تر لفظي شخړې وروسته د ولسي جرګې د ټاکنو د بیا شمېرنې بهیر وځنډول شو.
په همدې تړاو کمېسیون نن دوشنبې د لړم ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، که د سیاسي ګوندونو د استازو او د څاروونکو له خوا ورته کړې دوام وکړي، دوی به ونه شي کولای د ټاکنو پایلې په خپل وخت اعلان کړي.
د کمېسیون په وینا ځینې څارونکي له خپل صلاحیت څخه د باندې پښې اېږدي او غواړي په دې بهیر کې زیات نفوذ ولري، چې دا کال یې کمېسیون ته د منلو نه دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، ځینې سیاسي ګوندونه هڅه کوي، د څارونکو شمېر زیات کړي چې دا له اصولو او کړنلارو خلاف عمل دی او دوی د نورو په هڅولو د ټاکنو د بیا شمېر بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خبرپاڼه کې ټينګار کړی، که د سیاسي ګوندونو دغه کړنې همداسې دوام وکړي، دوی به ونشی کړی د ټاکنو پایلې په خپل وخت اعلان کړي.
کمېسیون دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې مشرانو جرګې هم پرون د ټاکنو د بیا شمېر په اړه شکونه څرګند کړل او وايي، د کمېسیون مامورین او ځینې نړیوال بنسټونه د ټاکنو پایلو د مهندسي کولو هڅه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل