د افغانستان د ځوانانو ملي ټولنه:

د موقت حکومت جوړول به افغانستان بیا یوه نیمه لسیزه شاه ته وغورځوي

28 عقرب 1397 ساعت 13:31

د موقت حکومت د جوړېدو راپورونو په ګرمېدو سره د افغانستان د ځوانانو ملي ټولنه وایي، دغه کار به افغانستان یو ځل بیا یوه نیمه لسیزه شاه ته ورغورځوي.


د موقت حکومت د جوړېدو راپورونو په ګرمېدو سره د افغانستان د ځوانانو ملي ټولنه وایي، دغه کار به افغانستان یو ځل بیا یوه نیمه لسیزه شاه ته ورغورځوي.

دغه ټولنه زیاتوي، چې د موقتې ادارې رامنځ ته کول، د نظام او اساسي قانون تر پښو لاندې کول دي او بیا له صفر څخه د هر څه د پیل کولو په مانا دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ټولنې مشر سید عبدالله هاشمي نن دوشنبې د لړم ۲۸ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، د موقت حکومت طرحه چې ویل کېږي، د خلیلزاد، افغان حکومت او طالبانو تر منځ مطرحه شوې په حقیقت کې بېرته شاه ته د افغانستان د ګرځولو په مانا ده.

نوموړي زیاته کړه، چې ټول ولس سوله غواړي، د سولې تږي دی او له هر لوري د سولې د هڅو ملاتړ کوي، خو سولې باید اساسي قانون په چوکاټ او تېرو لاس ته راوړنو په ساتلو سره رامنځ ته شي.

هاشمي و ویل«که موږ یو ځل بیا موقتې ادارې ته ځو دا په اصل کې یوه نیمه لسیزه د افغانستان د شاه غورځولو په مانا دي، موږ سوله غواړو، خو چې د اساسي قانون په چوکاټ کې وي او د تېرو کلونو لاس ته راوړنې په کې وساتل شي.»

د افغانستان د ځوانانو ټولنې رییس ټنګار وکړ، چې د سولې پروسه کې نه باید د افغان ولس او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تېرو ۱۷ کلونو لاس ته راوړنې او قربانۍ له یاده وایستل شي.

دی وايي، د سولې په پلمه دې د ولسمشرۍ ټاکنو سبوتاژ کول هم ولس ته د منلو نه دي او که چېرته همداسې وشي او موقته اداره رامنځ ته شي، نو په حقیقت کې به د افغانستان او ولس د تېرو کلونو لاس ته راوړنې او قربانۍ د باد خوراک شي.

د ځوانانو ټولنه د موقتې ادارې پر جوړېدو داسې مهال نیوکې کوي، چې له تېرو دوه ورځو راهیسې په دې اړه راپورونه دي، چې ګنې امریکايي چارواکو په ځانګړي توګه خلیلزاد له طالب استازو سره کتنو کې د موقتې ادارې په رامنځ ته کولو سلا شوي.

خو وسله والو طالبانو هم دا خبره رد کړه، چې له امریکايي چارواکو سره یې د موقتې ادارې په رامنځ ته کولو هوکړه کړې او دغه راز خلیلزاد هم دا خبره رد کړې ده.

خلیلزاد د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر سره خبرو کې ویلي، چې له هېڅ لوري سره یې د موقتې ادارې په رامنځ ته کولو خبرې نه دي کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 


د مطلب کود: 110443

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110443/

جمهور
  https://www.jomhornews.com