۰

د کوکنارو په کښت کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی دی

دوشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۷
د افغانستان د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله ۲۰ سلنه کمه شوې ده.
د کوکنارو په کښت کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی دی
د افغانستان د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله ۲۰ سلنه کمه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي نن دوشنبې د لړم ۲۸ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې تېر کال پر ۳۲۸ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و، خو سږ کال دغه کچه ۲۶۳ زره هکتاره ته راټیټه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه کچه د تېر کال په پرتله د کوکنارو په کښت کې ۲۰ سلنه کموالی ښيي.

هغه وایي، د کوکنارو د کښت په اړه د وزارت او یو شمېر نورو داخلي او بهرنیو مرستندویه ادارو تر سره شوې سروې ښيي، چې په جوزجان کې ۹۰، بادغیس کې ۷۲، فاریاب کې ۴۶، بلخ کې ۳۰، نیمروز کې ۲۱، کندهار کې ۱۶، فراه کې ۱۵، غور کې ۱۵، اروزګان کې ۱۳، ننګرهار کې ۹، بدخشان کې ۷ او هلمند کې ۵ سلنه د کوکنارو په کرکیله کې کموالی راغلی دی.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیر په وینا، نورستان، بامیان، کندوز، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، خوست، پنجشېر او پروان هغه ولایتونه دي، چې د کوکنارو کښت په کې صفر شوی دی.

د هغې په وینا تر ټولو ډېر کوکنار په هلمند، کندهار، روزګان، ننګرهار، بدخشان، فراه، نیمروز، فاریاب، بلخ، بادغیس، زابل، غور، لغمان، کونړ او بغلان ولایتونو کې کرل شوي دي.

مېرمن عظیمي سمنګان، تخار، جوزجان، هرات، کابل، کاپیسا، سرپل، غزني‌ او دایکنډي هغه ولایتونه یاد کړل چې د کوکنارو د کښت کچه پکې راکمه شوې ده.

هغه وايي، د کوکنارو د کښت د کموالي لامل، له نشه يي توکو سره جدي مبارزه، عامه پوهاوی او کروندګرو ته د بدیل معشیت پروګرامونه پلې کول وبلل.

بل خوا د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې و ویل، چې په ۱۳۹۷کال کې د تاریاکو په تولید کې هم ۲۹ سلنه کموالی راغلی دی.

عظیمي زیاتوي، روان کال ۶۴۰۰ سره میټریکه ټنه تاریاک تولید شوي چې نسبت ۱۳۹۶کال ته چې ۹زره میټریکه ټنه تولید شوي و ۲۹ سلنه کموالی راغلی دی.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي