د ولسي جرګې غړي وايي، ټولې چارې باید خلیلزاد ته ونه سپارل شي

28 عقرب 1397 ساعت 14:51

د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو او د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډ اوازو په اړه د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، خلیلزاد نباید په افغانستان کې هر کاره وي او ټولې چارې باید هغه ته ونه سپارل شي.


د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو او د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډ اوازو په اړه د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، خلیلزاد نباید په افغانستان کې هر کاره وي او ټولې چارې باید هغه ته ونه سپارل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې غړي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې راپورنه وایي، ګنې خلیلزاد له افغان حکومت او طالبانو سره د موقتې ادارې په رامنځ ته کولو او د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډ په اړه هوکړه کړې.

د جرګې د غړو په وینا د موقت حکومت څرنګوالی او د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډ په اړه باید باید افغان ولس ته پوره معلومات ورکړل شي او نه باید هر څه د پردې تر شاه تر سره شي.

د جرګې غړی عبدالطیف پدرام د افغان سولې په برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر هڅو د نیوکو تر څنګ و ویل«خلیلزاد باید په افغانستان کې هر کاره نه وي، د موقت حکومت موضوع روښانه نه ده، او دغه حکومت د رامنځ ته کولو د جوړښت میکانېزم هم سم نه دی، بس امریکايي خلیلزاد تصمیم نیسي او طرف یې هم یو څو قومي ټېکداران چې د افغانستان د خلکو له نظره خپله د جګړې عاملین او قانون ماتونکي دي، ولې د افغانستان خلکو ته مراجع نه کېږي.»

نوموړي د جرګې د نن دوشنبې لړم ۲۸ مې په عمومي غونده کې زیاته کړه، چې د دغه فاسدو بانډونو څخه موقت حکومت نه شي جوړېدای او که چېرته داسې و هم شي، هېڅ کله به د افغانستان د خلکو په ګټه نه وي پرته د هغوی له شخصي ګټو.

ښاغلي پدرام و ویل، چې دوی له طالبانو سره د سولې غوښتونکي دي، خو که چېرته ډېرې سیمې طالبانو ته همداسې ورپرېښودل کېږي، نو باید د افغانستان د پاتې نور ولس تکلیف هم مشخص کړای شي.

د پدرام په وینا که چېرې په دې برخه کې سم تدابیر ونه نیول شي، له طالبانو سره تر سولې وروسته به بله جګړه مذهبي وي او په هغه صورت کې به ناورین تر دې لوی وي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان دغه استازي ټینګار وکړ، چې ټولې چارې باید زلمي خلیلزاد ته ونه سپارل شي، بلکې ولسي جرګه باید د سولې په برخه کې په جدیت عمل وکړي.

د جرګې یو بل غړي عبدالقادر قلات وال هم و ویل، چې که اړتیا وي له طالبانو سره د سولې په پار موقت حکومت رامنځ ته شي نو دغه حکومت باید د قانون په چوکاټ او د لویې جرګې له لارې وي، کنه په دې پروسه کې بې باوري رامنځ ته شي.

د هغه په وینا که سوله د افغانانو په مشرۍ او مالکیت نه وي، پایله به ونه لري، بلکې پایله به یې بیا هماغه ګډوډي وي.

خو د جرګې دوهم مرستیال امیرخان یار و ویل، چې افغانان دا ۴۰ کاله د جګړې په اور کې سوځې او د سولې ارمانجن او تږي دي.

د هغه په وینا افغان ولس د سولې د هر هغه هڅو ملاتړي دي، چې په هغې کې اسلامي او ملي ارزښتونه په نظر کې ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 


د مطلب کود: 110451

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110451/

جمهور
  https://www.jomhornews.com