۰

کابل کې د داعش څلور غړي نیول شوي دي

دوشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۷
د ملي امنیت لوی ریاست پلازمېنه کابل ښار کې د داعش ډلې د څلورو غړو د نیول کېدو خبر ورکوي.
کابل کې د داعش څلور غړي نیول شوي دي
د ملي امنیت لوی ریاست پلازمېنه کابل ښار کې د داعش ډلې د څلورو غړو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت نن دوشنبې د لړم ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه نیول شوي کسانو د ښار په بېلا بېلو برخو کې ترهګریز فعالیتونه درلودل او خلک یې ترور کول.

ملي امنیت زیاتوي، چې نیول شوي داعشیان، میر انعام، معاذالله، فیض الله او عبدالحسن نومېږي، چې د کابل ښار له مربوطاتو نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، له دغه کسانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي او د داعش په غړیتوب یې اعتراف هم کړی دی.

باید و ویل شي، چې تېره اوونۍ هم ملي امنیت ریاست کابل کې د ۳ داعش او ۵ طالب وسله والو د نیول کېدو خبر ورکړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي