کابل کې د داعش څلور غړي نیول شوي دي

28 عقرب 1397 ساعت 14:57

د ملي امنیت لوی ریاست پلازمېنه کابل ښار کې د داعش ډلې د څلورو غړو د نیول کېدو خبر ورکوي.


د ملي امنیت لوی ریاست پلازمېنه کابل ښار کې د داعش ډلې د څلورو غړو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت نن دوشنبې د لړم ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه نیول شوي کسانو د ښار په بېلا بېلو برخو کې ترهګریز فعالیتونه درلودل او خلک یې ترور کول.

ملي امنیت زیاتوي، چې نیول شوي داعشیان، میر انعام، معاذالله، فیض الله او عبدالحسن نومېږي، چې د کابل ښار له مربوطاتو نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، له دغه کسانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي او د داعش په غړیتوب یې اعتراف هم کړی دی.

باید و ویل شي، چې تېره اوونۍ هم ملي امنیت ریاست کابل کې د ۳ داعش او ۵ طالب وسله والو د نیول کېدو خبر ورکړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110453

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110453/

جمهور
  https://www.jomhornews.com