۰

د امریکا په یوه روغتون کې د ډزو پر مهال څلور تنه وژل شوي

سی شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۲
د امریکا د شیکاګو په یوه روغتون کې یو وسله وال کس پر خلکو ډزې کړې، چې له امله یې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امریکا په یوه روغتون کې د ډزو پر مهال څلور تنه وژل شوي
د امریکا د شیکاګو په یوه روغتون کې یو وسله وال کس پر خلکو ډزې کړې، چې له امله یې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید پر ځای وخت له غرمې وروسته شاوخوا د شیکاګو په مرسي روغتون کې شوی دی.

پولیسو ویلي یو تن چې یونیفورم یې پر تن و په روغتون کې ناتار ډزې کړې، چې له امله یې د روغتون دوه ښځینه کارکوونکې او یو پولیس وژل شوي دي.

د شیکاګو پولیس وایي، برید کوونکی هم وژل شوی خو تر اوسه دا نه ده معلومه، چې برید کوونکي خپله ځان وژلی او که د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.

پولیس ویلي ښايي د برید کوونکي موخه هغه مېرمن وه، چې له ده سره یې اړیکې درلودې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي