۰

په فساد د پنځو تورنو وزیرانو دوسیې سترې محکمې ته لېږل شوې دي

سی شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۳
د اداري فساد سره د مبارزې سکرتریت رییس وايي، پر فساد د پنځو تورنو وزیرانو دوسیې د هېواد سترې محکمې ته لېږل شوي دي.
په فساد د پنځو تورنو وزیرانو دوسیې سترې محکمې ته لېږل شوې دي
د اداري فساد سره د مبارزې سکرتریت رییس وايي، پر فساد د پنځو تورنو وزیرانو دوسیې د هېواد سترې محکمې ته لېږل شوي دي.

د یادې ادارې د سکرتریت رییس یما ترابي پرون دوشنبې د لړم ۲۸ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې د دغه تورنو وزیرانو د فساد دوسیې په لویه څارنوالۍ کې بشپړې او سترې محکمې ته لېږل شوې دي.

نوموړي و ویل، چې د قانون سره سم دوی دا مهال د دغه تورنو وزیرانو نومونه نه شي په ډاګه کولی او نه یې په دې اړه نور جزیات ورکړل.

په ورته وخت کې د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي له جمهور خبري آژانس سره خبرو کې د دغه خبر د پخلي تر څنګ و ویل، د دغه وزیرانو د اداري فساد دوسیې سترې محکمې ته لېږل شوې او تر کار لاندې دي.

هغه هم د وزیرانو نومونه په ډاګه نه کړل خو زیاته یې کړه، چې په دوی کې د مخکني او اوسني حکومت د کابینو وزیران شامل دي.

باید و ویل شي، چې د لومړي ځل لپاره نېږدې پنځه میاشت وړاندې پر اداري فساد تورن یوه وزیر محکمه تر سره شوه.

دا د مخابراتو او ټېکنالوژۍ د پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي محاکمه وه، چې پرته له کومې پایلې پای ته ورسېده او وحیدي پر ځان لګېدلي تورنه په کلکه رد او دا یې یوه دسیسه وبلله.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي