۰

ټرمپ پر خپله خبره ولاړ دی او له پاکستان سره مرسته نه کوي

سی شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۲
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پر خپله خبره ولاړ دی او پاکستان سره مرسته نه کوي.
ټرمپ پر خپله خبره ولاړ دی او له پاکستان سره مرسته نه کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پر خپله خبره ولاړ دی او پاکستان سره مرسته نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ وړمه ورځ له فاکس نیوز تلوېزیون سره مرکه کې ویلي و، چې پاکستان د امریکا لپاره هېڅ نه دي کړي، اسامه یې ساتلی نو ځکه امریکا پرې مرستې بندې کړې.

نوموړي تېره شپه یو ځل بیا د پاکستان په اړه په یوه ټوېټ کې ویلي، چې پر خپله خبره ولاړ دی او له پاکستان سره مرسته نه کوي.

هغه ټینګار کړي، چې پاکستان د امریکا له پاره هېڅ نه دي کړي، بلکې د زرګونو امریکایانو قاتل او پر نړیوال سوداګریز مرکز برید کوونکی اسامه بن لادن کلونه په پاکستان کې و.

ټرمپ ویلي امریکا د اسامه د نیولو له پاره میلیونه ډالر وګول، خو پاکستان ترې حقیقت پټ کړی و او له امریکا یې هر کال ۱،۳ میلیارده ډالر تر سره کول.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، چې پر خپله پرېکړه ولاړ دی، ځکه پاکستان دوه مخی دی او د امریکا مرستې ورباندې قطع شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي