ټرمپ پر خپله خبره ولاړ دی او له پاکستان سره مرسته نه کوي

29 عقرب 1397 ساعت 8:52

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پر خپله خبره ولاړ دی او پاکستان سره مرسته نه کوي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پر خپله خبره ولاړ دی او پاکستان سره مرسته نه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ وړمه ورځ له فاکس نیوز تلوېزیون سره مرکه کې ویلي و، چې پاکستان د امریکا لپاره هېڅ نه دي کړي، اسامه یې ساتلی نو ځکه امریکا پرې مرستې بندې کړې.

نوموړي تېره شپه یو ځل بیا د پاکستان په اړه په یوه ټوېټ کې ویلي، چې پر خپله خبره ولاړ دی او له پاکستان سره مرسته نه کوي.

هغه ټینګار کړي، چې پاکستان د امریکا له پاره هېڅ نه دي کړي، بلکې د زرګونو امریکایانو قاتل او پر نړیوال سوداګریز مرکز برید کوونکی اسامه بن لادن کلونه په پاکستان کې و.

ټرمپ ویلي امریکا د اسامه د نیولو له پاره میلیونه ډالر وګول، خو پاکستان ترې حقیقت پټ کړی و او له امریکا یې هر کال ۱،۳ میلیارده ډالر تر سره کول.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، چې پر خپله پرېکړه ولاړ دی، ځکه پاکستان دوه مخی دی او د امریکا مرستې ورباندې قطع شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110461

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110461/

جمهور
  https://www.jomhornews.com