۰
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:

هېواد یې چمتو دی، چې د امریکا اندېښنې واوري

سی شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۳
پر پاکستان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر بیا توندو نیوکو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي هېواد یې چمتو دی، چې د امریکا اندېښنې واوري.
هېواد یې چمتو دی، چې د امریکا اندېښنې واوري
پر پاکستان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر بیا توندو نیوکو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي هېواد یې چمتو دی، چې د امریکا اندېښنې واوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ له فاکس نیوز تلوېزیون او تېره شپه په یوه ټوېټ کې پر پاکستان سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي پاکستان د امریکا له پاره هېڅ نه دي کړي.

له فاکس نیوز تلوېزیون سره مرکه کې ویلي و، چې پاکستان د امریکا لپاره هېڅ نه دي کړي، اسامه یې ساتلی نو ځکه امریکا پرې مرستې بندې کړې.

نوموړي تېره شپه یو ځل بیا د پاکستان په اړه په یوه ټوېټ کې ویلي، چې پر خپله خبره ولاړ دی او له پاکستان سره مرسته نه کوي.

هغه ټینګار کړي، چې پاکستان د امریکا له پاره هېڅ نه دي کړي، بلکې د زرګونو امریکایانو قاتل او پر نړیوال سوداګریز مرکز برید کوونکی اسامه بن لادن کلونه په پاکستان کې و.

ټرمپ ویلي امریکا د اسامه د نیولو له پاره میلیونه ډالر وګول، خو پاکستان ترې حقیقت پټ کړی و او له امریکا یې هر کال ۱،۳ میلیارده ډالر تر سره کول.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، چې پر خپله پرېکړه ولاړ دی، ځکه پاکستان دوه مخی دی او د امریکا مرستې ورباندې قطع شوې دي.

پاکستانۍ د نیو انټرنېشنل ورځپانې په همدې تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پاکستان پر وړاندې د ښاغلي ټرمپ سختې څرګندونې ښايي د هغه هېواد له ټاکنو او سياسي فضا سره هم تړاو ولري.

خو زیاته کړې یې ده، پاکستان چمتو دی، چې د امریکا ندېښنې واوري او ټینګار یې کړی، چې هېواد یې د افغان سولې په برخه کې د مثبت رول لوبولو هڅه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي