د ولسي جرګې ځینې غړي:

ډونالډ ټرمپ غواړي له نېږدې د افغانستان اوضاع و ارزوي

29 عقرب 1397 ساعت 9:56

د ولسي جرګې یو شمېر غړي کابل ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر ته خوښ دي او وايي، د ټرمپ دا سفر ښيي، چې امریکا د افغانستان د ستونزو حل ته پام اړولی دی.


د ولسي جرګې یو شمېر غړي کابل ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر ته خوښ دي او وايي، د ټرمپ دا سفر ښيي، چې امریکا د افغانستان د ستونزو حل ته پام اړولی دی.

ټرمپ وړمه ورځ له فاکس نیوز تلوېزیون سره مرکه کې ویلي، چې افغانستان او عراق ته د سفر نیت لري.

نوموړي زیاته کړې وه، چې د امنیتي ملحوظاتو له امله د سفر کره نېټه نه شي په ډاګه کولای خو ټینګار یې کړی، چې افغانستان او عراق کې به له خپلو سرتېرو سره له نېږدې وګوري.

دا چې افغانستان ته د ټرمپ سفر به څومره د هېواد د ستونزو د حل او سولې د خبرو له پاره ګټور وي که نه او یا دا چې افغانان به ورته خوښ وي که توپیر ورته نه کوي؟

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون وايي، کابل ته د ټرمپ سفر افغانستان ته د امریکا د ولسمشر له خوا اهمیت ورکول ښيي.

د یاد کمېسیون غړی داود کلکاني وايي، کابل ته د ټرمپ د سفر اهمیت په دې کې دی، چې افغانستان په حساس پړاو کې دی، افغان حکومت او امریکايي چارواکو د سولې هڅې کړندۍ کړې او ښه به وي، چې ټرمپ هرڅه له نېږدې و ارزوي.

نوموړي د امریکا د ځانګړي استازي له خوا د افغان سولې وروستیو هڅو ته په اشارې و ویل، چې هغه له طالبانو سره ځینو هوکړو ته رسېدلی او دا هڅې ښايي د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې یوې پایلې ته ورسېږي.

کلکاني د سولې په برخه کې د ځینو مثبتو بدلونو او پرمختګونو پر مهال کابل ته د ټرمپ سفر د اهمیت وړ وباله او زیاته یې کړه، چې ټرمپ غواړي اوضاع له نېږدې و ارزوي.

د جرګې یو بل غړي انجینر صاحب خان هم کابل ته د ټرمپ د سفر په اړه جمهور خبري آژانس سره خبرو کې و ویل، چې کابل ته د ټرمپ سفر هیله بښوونکی دی ځکه د افغانستان ستونزې په خبرو نه حل کېږي.

د هغه په وینا ښه ده، چې په دې اړه د افغان چارواکو او د امریکا د ولسمشر تر منځ د سولې او جګړې په اړه نظریات تبادله او یوې پایلې ته ورسېږي.

انجینر صاحب خان وايي، تر چې امریکا دې پایلې ته نه ده رسېدلې، چې د ترهګرو او طالبانو پر ملاتړو هېوادونو فشار وراد نه شي، دغه هېوادونه د ترهګرو له ملاتړه لاس نه اخلي.

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېته هم وايي، چې د سویلي آسیا په اړه د امریکا نوې ستراتېژي ډېره کارنده نه وه او اوس ټرمپ غواړي خپله د دې سراتېژۍ د پلي کېدو شرایط وجاجي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 110466

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110466/

جمهور
  https://www.jomhornews.com