د ولسي جرګې ځینې غړي:

د طالبانو له خوا د ستار سیرت په مشرۍ د موقتې ادارې وړاندیز پر ځای دی

29 عقرب 1397 ساعت 10:27

د ولسي جرګې ځینو غړو د طالبانو د هغه وړاندیز هرکلی وکړو چې ویل کېږي له امریکايي چارواکو سره یې خبرو کې د ستار سیرت په مشرۍ د موقت حکومت د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې.


د ولسي جرګې ځینو غړو د طالبانو د هغه وړاندیز هرکلی وکړو چې ویل کېږي له امریکايي چارواکو سره یې خبرو کې د ستار سیرت په مشرۍ د موقت حکومت د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له تېرو دوه ورځو داسې راپورونه دي، چې ګڼې قطر کې د امریکا چارواکو او طالب استازو تر منځ لیدونو او خبرو کې پر دې هوکړه شوې، چې د سولې په خاطر دې د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډول شي او موقته اداره دې رامنځ ته شي.

راپورنه وایي، طالبانو په دې لیدنه کې د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته وړاندیز کړی، چې د ستار سیرت په مشرۍ دې یوه موقته اداره رامنځ ته شي.

دغه راز ویل کېږي ښاغلي خلیلزاد هم طالبانو ته ویلي، چې په موقته اداره کې د خپل استازو نوم لړ امریکا ته وسپاري.

د ولسي جرګې ځینې غړو د طالبانو د دغه وړاندیز هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د طالبانو له خوا د ستار سیرت په مشرۍ د موقتې ادارې رامنځ ته کولو وړاندیز پر ځای دی.

د جرګې غړي عبدالستار خواصي وايي د ښاغلي سیرت په مشرۍ د موقتې ادارې وړاندیز بهترین انتخاب دی ځکه د ستار سیرت وړاندې کول سره افغانستان کې قدرت په دوه لویو قومونو پښتون او تاجک پورې نه تړل کېږي.

نوموړي و ویل، چې له تېرو کلونو راهیسې پر قومونو د قدرت وېش په افغانستان کې بدبختۍ رامنځ ته کړې او د یو شمېر سیاستوال د همدې شعار چې د ښایسته سالارۍ تر چتر لاندې یې وهي، دا هېواد ټوټه ټوټه کړی او په پای کې یې یوه ناسمه اداره رامنځ ته شوې.

خواصي وایي، سیاسیون هم باید د طالبانو دغه وړاندیز تایید کړي، ځکه کله چې د سولې خبرې رامخ ته کېږدي، طبعي او منطقي ده، چې د موقتې ادارې رامنځ ته کولو خبره هم مطرح شي، خکه اوسنۍ حکومت خپله یو اړخړ دي او باید موقته اداره د چارو واګې لاس کې واخلي او د رڼو ټاکنو له پاره چې ټولو ته د منلو وي زمینه برابره کړي.

د جرګې یو بل غړي فرهاد صدیقي د امریکا له خوا د افغان سولې هڅو ته په اشارې و ویل، چې امریکا په افغانستان کې د جګړې له اوږدېدو په اندېښنه کې ده او په همدې خاطر یې هڅې پیل کړې تر څو افغانستان کې جګړه ژر پای ته ورسول شي.

د هغه په وینا امریکا هڅه کوي، د ولسمشرۍ تر ټاګنو وړاندې طالبان د سولې خبرو ته غاړه کېږي او په دې برخه کې د روسیې لاس ورلنډ کړي.

باید و ویل شي، چې ستار سیرت تر دې وړاندې هم یو ځل د بن په غونده کې د موقتې ادارې د مشر په توګه وړاندې شوی و، خو هغه مهال د ځینو سیاسي ملحوظاتو له مخې ځینو سیاسیون د هغه له ټاکل کېدو سره مخالفت وکړ او پر ځای یې حامد کرزی غوره کړ.
 
د طالبانو له خوا موقتې ادارې لپاره د ستار سیرت د وړاندیز کولو راپورونه پر داسې مهال خپرېږي، چې وسله والو طالبانو او امریکا دواړاو دا راپورنه رد کړي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې منلې، چې قطر کې یې درې ځله له امریکايي چارواکو سره کتلي او خبرې یې کړې، خو د موقتې ادارې خبره هېڅ په دې خبرو کې یاده شوې نه ده.

دغه راز د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد هم دا خبرې رد کړې، چې ګڼې له طالبانو سره یې د موقت حکومت په رامنځ ته کولو خبرې او هوکړه کړې.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 110468

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110468/

جمهور
  https://www.jomhornews.com