ولسمشر غني د امریکا د پارلمان له یو شمېر غړو سره لیدلي

29 عقرب 1397 ساعت 10:43

د امریکا د استازو یو پلاوی افغانستان ته راغلی او وايي له دې هېواد څخه ملاتړ به یې دوام ولري.


د امریکا د استازو یو پلاوی افغانستان ته راغلی او وايي له دې هېواد څخه ملاتړ به یې دوام ولري.

له ولسمشرۍ ماڼۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر په ارګ کې د امریکا د استازو له پلاوي سره وکتل.

سرچینه زیاتوي، د امریکايي استازو پلاوي په خپلو خبرو کې و ویل، چې له افغانستان ملاتړ به یې دومداره وي او په دې هېواد کې د دېموکراتیک نظام پلویان دي.

دغه راز دوی ویلي، چې امریکا د افغانستان د سولې په پروسه کې همکارۍ ته ژمنه ده او هیله لري چې روانه جګړه له سوله ییزې لارې پای ته ورسول شي.

خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې و ویل، چې د امریکا همکارۍ په بېلو برخو کې د پام وړ دي او د افغانستان په اوسني وضعیت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه ده.

سرچینه زیاتوي، ولسمشر غني دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110470

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110470/

جمهور
  https://www.jomhornews.com