۰
ولسمشر د میلادي نبي ص په لمانځ غونډه کې!

د جوماتونو د ملا امامانو له پاره باید د کمپیوټر د زده کړو زمینه برابره شي

سی شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۵
ولسمشر محمد اشرف غني د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د مبارک میلاد ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې و ویل، چې د جوماتونو د ملا امامانو له پاره باید د کمپیوټر زده کړو زمینه برابره کړای شي.
د جوماتونو د ملا امامانو له پاره باید د کمپیوټر د زده کړو زمینه برابره شي
ولسمشر محمد اشرف غني د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د مبارک میلاد ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې و ویل، چې د جوماتونو د ملا امامانو له پاره باید د کمپیوټر زده کړو زمینه برابره کړای شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني د هېواد د ټولو ولایتونو حج او اوقافو ریاستونو ته دنده وسپارله، چې د ټولو جوماتونو د ملا امامانو له پاره د کمپوټر زده کړو زمینه برابره
ولسمشر زیاته کړه«هغه مهال که هم زموږ نبي کریم ص جګړې ته اړ کړل شوی موخه یې وژنه او د وحشت خپرول نه بلکې اصلاحات، ورولي، دوستي او محبت رامنځ ته کول و، ان هغه ص د خپلو سرسخته دښمنانانو پر وړاندې پوهېده، چې رسالت یې د خلکو تر منځ سوله ده نه جګړه»
کړي تر چې هغوی د نړۍ له تحولاتو خبر شي.

دغه راز جمهور رییس ټولو ولایتي ادارو ته دنده وسپارله، چې له دې وروسته خپلو ناستو ته د علماو شورا ریسانو وربلوي.

ولسمشر غني د حج او اوقافو وزارت څخه هم غوښتنه وکړه، چې وروسته له دې د حج فریضي له پاره د دیني عالمانو او جوماتونو د ملا امامانو ونډه مشخصه کړي او دغه راز د حاجیانو له پاره ښوونکي هم د جوماتونو له ملا امامانو څخه په دنده وګماري.

ښاغلي غني د میلادي نبي ص د مبارې ورځې په وینا په وینا کې و ویل، چې د اسلام د ستر پیغمر تر راتګ وړاندې نړۍ د جهالت، تیارو او جګړو کې ډوب و چې د ژوغورنې لپاره یې الله ج نبي کریم ص راولېږه، تر څو د خلکو تر منځ د ورورولۍ، سولې، دوستۍ او محبت تخم وشندي، چې همداسې یې و هم کړل.

ولسمشر زیاته کړه«هغه مهال که هم زموږ نبي کریم ص جګړې ته اړ کړل شوی موخه یې وژنه او د وحشت خپرول نه بلکې اصلاحات، ورولي، دوستي او محبت رامنځ ته کول و، ان هغه ص د خپلو سرسخته دښمنانانو پر وړاندې
ښاغلي غني و ویل«موږ په خپله ټولنه کې تر بل هر وخت زیات دې ته اړتیا لرو، چې د خپل خوږ نبي سیرت ته متوجه و اوسو او زده کړه ترې وکړو، موږ باید په خپله ټولنه کې د سولې، اخوت کلتور پیاوړی کړو، له خسومت او دښمنیو سره مخه ښه وکړ، دا دې نبي ص د سیرت غوښتنه هم ده، موږ باید خپلو نسلونو ته دا زمینه برابره کړو، چې په جګړو او تاوتریخوالو کې نه وي، بلکې ښه ژوند او پرمختګ ولري.»
پوهېده، چې رسالت یې د خلکو تر منځ سوله ده نه جګړه»

هغه زیاته کړه، چې نبوي سیرت موخه سوله، ورورولي، محبت، علم او پرمختګ دی او د نړۍ ټول مسلمانان اړ دي، چې د خپل پرمختګ او ارام ژوند له پاره د نبي کریم ص سیرت او کړنلاره تعقیب کړي.

ښاغلي غني و ویل«موږ په خپله ټولنه کې تر بل هر وخت زیات دې ته اړتیا لرو، چې د خپل خوږ نبي سیرت ته متوجه و اوسو او زده کړه ترې وکړو، موږ باید په خپله ټولنه کې د سولې، اخوت کلتور پیاوړی کړو، له خسومت او دښمنیو سره مخه ښه وکړ، دا دې نبي ص د سیرت غوښتنه هم ده، موږ باید خپلو نسلونو ته دا زمینه برابره کړو، چې په جګړو او تاوتریخوالو کې نه وي، بلکې ښه ژوند او پرمختګ ولري.»

ولسمشر و ویل، چې هم په قرانکریم کې پر زده کړو ټینګار شوی او هم نبي کریم ص فرمایلي، چې له زانګو تر ګوره زده کړې وکړۍ، نو که خپل او د خپل هېواد پرمختګ او ښه ژوند غواړو نو باید د نبي ص سیرت ته پام وکړو او زده کړو ته مخه کړو.

د ښاغلي غني په وینا دا چې نن زموږ په هېواد کې جګړې دوام لري او له خلکو مو قرباني اخلي، د پرمختګ پر وړاندې مو خنډونه دي، د دې ټولو لامل دا دی، چې موږ د خپل پیغمر ص د سیرت څخه خبر نه یو او په دې برخه کې مو خپله ژمنه نه ده پوره کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي