د ترمپ تر نیوکو وروسته د پاکستان ادعا!

د هند او پاکستان له پاره د القاعده ډلې مشر مو نیولی دی

29 عقرب 1397 ساعت 12:39

پر پاکستان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر توندو نیوکو وروسته پاکستاني چارواکو ادعا کړې، چې د هند او پاکستان له پاره د القاعده ډلې مشر یې نیولی دی.


پر پاکستان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر توندو نیوکو وروسته پاکستاني چارواکو ادعا کړې، چې د هند او پاکستان له پاره د القاعده ډلې مشر یې نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرامپ وړنه ورځ او پرون شپه پر پاکستان سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې دغه هېواد له امریکا میلیاردونه ډالر تر لاسه کول خو د امریکا له پاره یې هېڅ نه دي کړي.

د ټرمپ په وینا د القاعده ډلې مشر او د زرګونو امریکایانو قاتل هم د پاکستان د یوې پوځي اډې په څنګ کې پټ و، چې ټول پاکستان پرې خبر و، خو امریکا یې ته معلومات نه ورکول.

ټرمپ د پاکستان حکومت د بن لادن په پټولو کې په مرستې او له امریکا سره په دوه مخی تورن کړ او ویې ویل، چې له همدې امله یې پر پاکستان مرستې بندې کړې.

د امریکا ولسمشر خبردارۍ ورکړی و، چې که پاکستان له دوګوني چلند او د ترهګرو له ملاتړه لاس په سر نه شي، د امریکا د نورو فشارونو او بندیزونو احتمال شته دی.

ویل کېږي، چې د ټرمپ دغه څرګندونو پاکستان کې غبرګونونه راپارولي او حکومت یې تر ډېره د امریکا له نورو فشارونو څخه په وېره کې دی، نو له همدې امله پر ځینو تبلیغاتو پیل کړی.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ټرمپ دې څرګندونو وروسته نرمي ښودلې او ویلي یې دي هېواد یې چمتو دی، چې د امریکا اندېښنې واوري.

د بهرنیو چارو تر وزیر وروسته یې اوس ځینو چارواکو ادعا کړې، چې د هند او پاکستان له پاره د القاعده شبکې مشر یې نیولی دی.

ډان نیوز تلوېزیون نن سه شنبې د لړم ۲۹ مه د پاکستان د حکومتي چارواکو له قوله راپور وکړی، چې د براعظمګي(هند او پاکستان لپاره د القاعده شبکې مشر عمر جلال په کراچۍ کې نیول شوی دی.

یوه امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط دغه تلوېزیون ته ویلي، چې عمر جلال د کراچۍ په ګلشن اقبال سیمه کې د یو لړ عملیاتو پر مهال نیول شوی دی.

دغه چارواکي زیاته کړې، چې عمر جلال د یوه ترهګریز برید پلان جوړاوه، چې د امنیتي ځواکونو په عملیات کې ونیول شو.

دا له څو کلونو وروسته لړمړی ځل دی، چې پاکستان د القاعده شبکې د یوه مشر د نیولو ادعا کوي، ځو ځینې چارواکي دې ته د شک په سترګه ګوري او وايي، پاکستان دغه ادعاوې د دې له پاره کوي، چې ګنې امریکا ته ځان سپینې او د ترهګرۍ سره مبارزه کې د هغوی ملاتړی وښيي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110481

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110481/

جمهور
  https://www.jomhornews.com