اروپايي ټولنه:

جینوا کنفرانس کې به تر ډېره د افغانستان پر سوله خبرې وشي

29 عقرب 1397 ساعت 13:21

ټاکل شوې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران روانه میاشت په جینوا کې د افغانستان په اړه یوه غونده تر سره کړي.


ټاکل شوې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران روانه میاشت په جینوا کې د افغانستان په اړه یوه غونده تر سره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اروپايي ټولنې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کنفرانس کې به تر ډېره د افغانستان، په سولې، ثبات او امنیت خبرې اترې وشي.

دغه ټولنې ټینګار کړیو چې دوی په افغانستان کې د سیاسي حل پلویان دي او غواړي، چې په دغه هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسول شي او افغان حکومت او طالبان سوله وکړي.

په خبرپاڼه کې د جینوا کنفرانس د افغانستان له پاره یو غور فرصت بلل شوی، څو وکړای شي، د خپلې ودې له پاره نوې ژمنې جلب کړي.

باید و ویل شي، چې د افغانستان په اړه د جینوا کنفرانس به د روانې میلادي میاشتې په ۲۷ مه او ۲۸ مه جوړ شي.

افغان حکومت له وړاندې ویلي دغه کنفرانس ته یې بشپړ چمتوالی نیولی او په کې به نړیوال له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، سولې او امنیت، اقتصادي پرمختګ او پانګونې په برخه کې مرستو او همکاریو ته وهڅوي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 


د مطلب کود: 110485

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110485/

جمهور
  https://www.jomhornews.com