۰
زلمی خلیلزاد د کابل پرونۍ پېښې په غبرګون کې!

له هرې لارې چې وي باید د سولې پروسه مثبتې پایلې ته ورسېږي

چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۶
کابل کې د میلادي نبي ص د مراسمو پر غونډه شوي ځانمرګي برید ته غبرګون کې د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دغه پېښې د سولې لپاره د دغه اراده نوره غم غښتلې کړې ده.
له هرې لارې چې وي باید د سولې پروسه مثبتې پایلې ته ورسېږي
کابل کې د میلادي نبي ص د مراسمو پر غونډه شوي ځانمرګي برید ته غبرګون کې د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دغه پېښې د سولې لپاره د دغه اراده نوره غم غښتلې کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پلازمېنې کابل د ۱۵ امنیتي حوزې اړوند کابل د هوايي ډګر په سړک په اورانوس هوټل کې پرون سه شنبې د لړم ۲۹ مه ماښام مهال د دیني عالمانو له خوا د میلادي نبي ص د ویاړ مراسم روان و، چې ځانمرګی برید په کې وشو.

د امنیتي او روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې په پېښه کې تر ۵۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۸۸ پورې نور ټپیان شوي.

دغه برید په کور د ننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي او یاد برید یې په کلکو ټکو غندلی او وحشیانه عمل یې بللی.

د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي، پرونۍ پېښې مې د سولې له پاره اراده نوره هم قومي کړې ده.

خلیلزاد ویلي دغه پېښې وښوده چې د افغانستان د خلکو دښمنان له وژلو نه ستړي کېږي او لا هم وحشتونو او جګړو ته ادامه ورکوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ماموریت یې افغانستان ته د سولې راوستل دي او دغه ډول پېښې دا ښيي چې باید د سولې لپاره هڅې ډېرې شي او له هرې ممکنې لارې چې وي دغه پروسه مثبتې پایلې ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې، چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او له دوی سره د خپلې غمشریکۍ مراتب څرګندوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي