۰
د ملګرو ملتونو امنیت شورا:

ترهګري نه یوازې د افغانستان بلکې ټولې نړۍ لپاره ستر ګواښ دی

چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۱
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د دغه سازمان امنیت شورا په کابل کې پرونی برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې بشري جنایت بللی دی.
ترهګري نه یوازې د افغانستان بلکې ټولې نړۍ لپاره ستر ګواښ دی
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د دغه سازمان امنیت شورا په کابل کې پرونی برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې بشري جنایت بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل په اورانوس هوټل کې پرون سه شبنې د لړم ۲۹ مه د میلادي نبي ص په ویاړ د دیني عالمانو په یوه غونډه ځانمرګی برید وشو، چې په کې ۴۳ تنه وژل شوي او ۸۸ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، یاده پېښه له ټولو بشري قوانینو سره په ټکر کې عمل او ستر بشري جنایت دی.

د ګوتریش په خبره ترهګرو هغه دیني علما په نښه کړل چې د مهمې مذهبې ورځې د نمانځې په موخه سره راټول شوي وو.

نوموړي ویلي، په افغانستان کې تر بل هر وخت سولې او ثبات ته اړتیا ده او د ملګرو ملتونو اداره په دې برخه کې خپلې همکارۍ نه سپموي.

هغه نوموړي د پېښې د زیانمنو له کورنیو سره د خپلې همدردۍ او خواخوږۍ مراتب څرګند کړي دي او ټینګار یې کړی، چې په دې حساسو شرایطو کې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو وحشي عمل بللی دی.

په خبرپانه کې ویل شوي دغه برید وښوده، چې هر ډول ترهګري نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ د امنیت او ثبات له پاره ستر ګواښ دی او ټنګار یې کړی، چې دغه شورا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي