۰

امریکا په افغانستان کې د سولې هڅې کړندۍ کوي

چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۸
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کابل کې پروني برید ته په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې به د سولې لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.
امریکا په افغانستان کې د سولې هڅې کړندۍ کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کابل کې پروني برید ته په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې به د سولې لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې پرون سه شبنې د لړم ۲۹ مه د میلادي نبي ص مراسمو کې د دیني عالمانو پر غونډه ځانمرګی برید وشو، چې په کې ۴۳ تنه وژل شوي او ۸۸ نور ټپان شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ویاند یې هېدر ناورټ وايي، دغه برید وښوده، چې ترهګر پر ملکي افغان رحم نه کوي او حشتونه تر سره کوي.

د هغې په وینا امریکا په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو او افغانستان تر څنګ ولاړ ده او د ترهګرۍ پر ضد مباره کې یې ملاتړ ته دوام ورکوي.

نوړې ټینګار کړی، چې امریکا د هغو افغانانو ملاتړ کوي چې غواړي په سوله کې ژوند وکړی او ترهګرۍ، افراطیت او خشونت د ټولو ډولونو پر وړاندې ولاړ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په افغانستان کې به سوله راولي او د سولې په برخه کې به خپلې هلې ځلې ګړندۍ کوي.

ناورټ وايي، امریکا غواړي چې ژر د افغانستان د سولې خبرې مثبتو پایلو ته ورسېږي او په دې توګه په افغانستان کې روانه جګړه پای ومومي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي