۰

ترکیې د داعش مشهور جلاد نیولی دی

چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۸
ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د سوریې ادلب کې د داعش ډلې یو مهم مشر او جلاد نیولی دی.
ترکیې د داعش مشهور جلاد نیولی دی
ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د سوریې ادلب کې د داعش ډلې یو مهم مشر او جلاد نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ترکیې کارار ورځپاڼې په راپور کې ویلي د سوریې په ادلب کې د داعش د مخالفانو اعدام کوونکی او د ترهګرو بریدونو مسوول له خپلې مېرمنې سره یو ځای د ترکیې په ترابوزان ښار کې نیول شوی دی.

دغه ورځپاڼې زیاته کړې، چې د ترکیې استخباراتو څو ورځې وړاندې معلوما تر لاسه کړي و، چې د داعش دغه جلاد ترابوزان ښار ته ننوتی او پرون سه شنبې یې هغه له خپلې ښځې سره یو ځای ونیوه.

ترکي رسنیو د داعش د دغه مهم غړي د نیولو کېدو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه یې هم د هغه هویت په ډاګه کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي