۰

لوګر کې لاریون، د کابل ګردیز لار تړل شوې ده

چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۲
د لوګر د محمد آغې اوسېدونکي وايي، ګډو ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې شپني عملیات کړي او ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
لوګر کې لاریون، د کابل ګردیز لار تړل شوې ده
د لوګر د محمد آغې اوسېدونکي وايي، ګډو ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې شپني عملیات کړي او ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې اړه نن چهارشنبې د سیمو اوسېدونکو په لاریون لاس پورې کړی او د کابل – ګردیز لویه لار یې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

لاریون کوونکي وايي، ګډو ځواکونو تېره شپه د محمد اغې ولسوالۍ په اب بازک سیمه کې شپني عملیات کړي، چې پر مهال یې ۷ ولسي وګړي وژل شوي دي.

په ورته وخت کې ځینې راپورونه وايي، په دې عملیاتو کې تر ۱۵ کسانو پورې مرګ ژوبله اوښتې، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

لاریون کوونکي له حکومته غواړي، چې د دغه پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
تر اوسه د لوګر چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي