۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

افغانانو ته بايد د يوه اوږود مهاله سولې او ثبات حق ورکړل شي

چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۲
واشنګټن ته د افغان سولې له پاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر سفر وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمیو ویلي افغانانو ته باید د یوې اوږود مهاله سولې او ثبات حق ورکړل شي.
افغانانو ته بايد د يوه اوږود مهاله سولې او ثبات حق ورکړل شي
واشنګټن ته د افغان سولې له پاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر سفر وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمیو ویلي افغانانو ته باید د یوې اوږود مهاله سولې او ثبات حق ورکړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو پرون په واشنګټن کې د څرګندونو پر مهال زیاته کړې، چې د دوامداره سولې او ثبات له پاره باید ټول افغانان په ګډه غږ پورته کړي.

هغه ټینګار کړی، چې ښاغلي خلیلزاد هم افغانستان، قطر او متحده عربي اماراتو د سفر پر مهال په هره ناسته کې ټینګار کړی، چې افغانان بايد په خپل هېواد کې هم د دوامداره سولې او ثبات غږ پورته کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې ښاغلي خلیلزاد دغه پیغام ټولو ته رسولی او امریکا به هم له ټولو هغو خواو سره چې د افغانستان د سولې سره لېوالتیا لري په ګډه د یوې پراخ بنسټه سولې له پاره کار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، خلیلزاد د نورو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان ولسمشر، اجراييه رييس، د مدني ټولنې، ښځو، د سولې فعالانو او د رسنيو له استازو سره هم د سولې په اړه تفصلي خبرې کړې او هڅه کوي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته زمينه برابره کړي.

پامپیو دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې زلمي خلیلزاد واشنګټن ته تر رسېدو وړاندې د سولې په تړاو افغانستان او د سیمې هېوادونو ته خپل وروستي سفرونه له لاس ته راوړنو ډک وبلله.

هغه کابل کې له افغان چارواکو او قطر کې له طالب استازو سره تر کتنې وروسته تمه وښوده، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې به د سولې پروسه یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي