۰

مشرانو جرګه:پر میلادي نبي غونډې د شوي برید د جدي څېړنه وشي

چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۱
مشرانو جرګې له افغان حکومته وغوښتل، چې کابل کې د میلادي نبي ص د مراسمو لپاره د دیني عالمانو پر غونډه د شوي برید جدي څېړنه وکړي.
مشرانو جرګه:پر میلادي نبي غونډې د شوي برید د جدي څېړنه وشي
مشرانو جرګې له افغان حکومته وغوښتل، چې کابل کې د میلادي نبي ص د مراسمو لپاره د دیني عالمانو پر غونډه د شوي برید جدي څېړنه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن په غونده کې و ویل، چې پر دیني عالمانو برید هغه هم د میلادي نبي ص د مراسمو او هغه مهال چې په کې د نبوي سیرت په اړه خبرې کږي ډېر دردونکی او د نه منلو وړ دی.

نوموړی وايي، دغه برید وښوده، چې د افغان ولس او افغانستان دښمنان هېڅ ډول فرهنګي او دیني ارزښتونو ته درناوی نه لري، بلکې وحشي اعمال تر سره کوي.

مسلم یار پر حکومت غږ وکړ، په داسې حال کې چې د سولې په تړاو خبرې خورا حساس پړاو ته ننوتې باید د دغه برید په اړه جدي پلټنې وشي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.

د مشرانو جرګې رییس د دغه برید د رامنځ ته کېدو په برخه کې امنیتي ځواکونه هم تورن کړل، چې غفلت یې کړی او امنیت یې نه دی کابو کړی.

نوموړي د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیونو ته سپارښتنه وکړه، چې د پېښې په تړاو امنیتي چارواکو څخه هم جدي پوښتنې وکړي.

د یادونې ده، چې د پلازمېنې کابل د ۱۵ مې امنیتي حوزې اړوند د کابل د هوايي ډګر پر سړک په اورانوس هوټل کې د دیني عالمانو خوا د میلادي نبي په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ځانمرګي برید له امله تر ۵۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۹۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه برید په کور دننه او بهر په سختو ټکو غندل شوی او ویل شوي، چې ترهګرې ډلې هېڅ پولې نه پېژني او تل بشر ضد جنایتونه تر سره کوي.

ولسمشر غني، اجرائیه رییس، د اسلامي همکاریو سازمان، د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د ملګروملتونو سرمنشي، اروپايي ټولنې، ناټو، امریکا، مصر، سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو نه بښوونکی عمل بللی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي