سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د سیمه ییزې اردو یو ټولی سرتېري تر روزنې وروسته فارغ او خپلې دندې ته ستانه شول.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سیمه ییزه اردو دغه سرتېري د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې روزل شوي او همدلته یې دنده پیل کړې ده.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره نن چهارشنبې د لړم ۳۰ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سیمه ییزه اردو د سرتېرو د فراغت په مناسبت په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې غونډه جوړه شوې وه.
په غونډه کې د قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري ویلي، د خوږياڼو ولسوالۍ هغه ځوانان، چې پخوا يې د ملي اردو په ليکو کې دنده تر سره کړې وه په خپله خوښه د سيمه ييزې اردو په ليکو کې شامل شوي دي.
د جنرال وزیري په وینا ياد ځوانان تر مسلکي زده کړو او روزنې وروسته فارغ شوي او په خوږياڼو ولسوالۍ کې به خپلو خلکو ته د خدمت او د خپلې سيمې د امنيت ساتلو په موخه به په مجهزو پوستو کې ځای پر ځای شي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار