۰

د اقتصادي همکاریو سازمان افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي

چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۳
د اقتصادي همکاریو سازمان مشر انجیل ګوریا وايي دوی به له افغانستان سره خپلو هر اړخیزه همکاریو ته دوام ورکړي.
د اقتصادي همکاریو سازمان مشر انجیل ګوریا وايي دوی به له افغانستان سره خپلو هر اړخیزه همکاریو ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګوریا دغه څرګندونې د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتنه کې کړې دي.

د اجرائیه ریاست فسبوک پاڼه کې راغلي، چې ښاغلي عبدالله او ښاغلي ګوریا نن چهارشنبې د لړم ۳۰ مه پاریس کې د یاد سازمان د غونډې په څنډه کې لیدلي او پر یو لړ مهمو مسایلو یې خبرې کړي دي.

په دې فسبوک پاڼه لیکل شوي، چې ښاغلي ګوریا په کابل کې د پرون ورځې پېښې د غندنې تر څنګ اجراییه رییس ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړې او له فساد سره د مبارزې په برخه کې یې د افغان حکومت هڅې ستایلې دي.

سرچینه وايي، ګوریا له نړیوالو مرستو نه د ګټنې په برخه کې د افغان حکومت قاطعیت او شفافیت ته په اشارې ویلي چې یاد سازمان چمتو دی په اقتصادي او نورو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې ښاغلي عبدالله د یاد سازمان او افغانستان تر منځ د هدفمندو اقتصادي همکاریو د هوکړه لیک پر لاسلیکولو ټینګار کړی او ګوریا هم د دغه وړاندیز هرکلی کړی دی.

اجراییه رییس دغه راز په یاده لیدنه کې د افغانستان د اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه هم له نوموړي سره خبرې کړې، د یاد سازمان او د نړیوالو بنسټونو د مرستو د مصرف په برخه کې یې د روڼتیا ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي