۰
امریکايي سناتور:

یمن کې ۸۵ زره ماشومان له لوږې مړه شوي دي

پنجشنبه ۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۶
د امریکا د سنا مجلس یوه استازي په خپل ټوېټر لیکلي له هغه وخته، چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف یمن کې جګړه پیل کړې، ۸۵ زره ماشومانو له لوږې ژوند له لاسه ورکړی دی.
یمن کې ۸۵ زره ماشومان له لوږې مړه شوي دي
د امریکا د سنا مجلس یوه استازي په خپل ټوېټر لیکلي له هغه وخته، چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف یمن کې جګړه پیل کړې، ۸۵ زره ماشومانو له لوږې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سناتور برني سندرز نن پنشنبې سهار یمن کې د ۸۵ زره ماشومانو د مړه کېدو تر څنګ له امریکا غوښتي، چې له دې جګړې ووځي.

هغه په خپل ټوېټر لیکلي«د امریکا تر مشرۍ لاندې د یمن په جګړه کې ۸۵۰۰۰ زره ماشومان وژل شوي، امریکا نباید د سعودي عربستان په دې تخریبوونکي سیاست کې ګډون ولري، کانګرېس باید همدا اوس په دې جګړه کې زموږ ګډون ته د پای ټکی کېږي او په یمن کې بشر دوستانه مرستې وکړي.»

امریکايي سناتور دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له ۱۳۹۴ کال راهیسې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن کې جګړه روانه کړې، چې ویل کېږي تر اوسه پورې ۳۶ زره ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو شنونکي وايي، یمن کې دا مهال یو لوی بشري ناورین روان دی، او د دغه هېواد له ۲۲ میلیونه نفوس څخه ۷۵ سلنه یې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ویل کېږي ۸.۴ میلیونه یمني وګړي په دې پورې حیران دي، چې د سبا له پاره څه ډول وکولای شي خورا پیدا کړي تر څو پرې ژوندي پاتې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي