۰

د هرات له زندانه ۲۱ بندیان خوشي شول

پنجشنبه ۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۹
سیمه ییز چارواکي وايي، د هرات ولایت له مرکزي زندانه ۲۱ تنه زندانیان چې پر بېلا بېلو جرمونو نیول شوي و خوشي شول.
د هرات له زندانه ۲۱ بندیان خوشي شول
سیمه ییز چارواکي وايي، د هرات ولایت له مرکزي زندانه ۲۱ تنه زندانیان چې پر بېلا بېلو جرمونو نیول شوي و خوشي شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات ولایت له مطبوعاتي دفتره نن پنشنبې د لیندۍ اوله خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه زندانیان د هېواد د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت خوشي شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې خوشي شوي زندانیان په درنو جرمونو نه و تورن او تر څلورو کلونو پورې یې زندان تېری کړی و، چې اوس خوشي شول.

سرچینه وایي، په خوشي شویو کسانو کې یوه مېرمن هم شامله ده او دغه راز د ۵۰ نورو زندانیانو د بند په موده کې هم کموالی راغلی دی.

باید و ویل شي، چې د هرات په زندان کې دا مهال کابو ۳ زره بندیان شتون لري، چې ډېری یې د جنايي جرمونو په تور بندیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي