۰
عبدالله:

طالبان د سولې په اړه جدي نه دي/ د ولسمشرۍ ټاکنې باید په خپل وخت وشي

پنجشنبه ۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۰
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، سره له دې چې د امریکا له خوا د سولې هڅې ګړندۍ شوې، خو طالبانو تر اوسه کومه اراده نه ده ښودلې.
طالبان د سولې په اړه جدي نه دي/ د ولسمشرۍ ټاکنې باید په خپل وخت وشي
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، سره له دې چې د امریکا له خوا د سولې هڅې ګړندۍ شوې، خو طالبانو تر اوسه کومه اراده نه ده ښودلې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې پاریس ته د د اقتصادي همکاریو سازمان کنفرانس کې د ګډون په موخه تللی و، دغه څرګندونې  له فرانس پرېس خبري آژانس سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، په دې وروستیو کې د نړیوالې ټولنې و په ځانګړې توګه د امریکا له خوا د سولې له پاره نوې هلې ځلې پیل شوې، خو تر اوسه پورې طالبانو کومه اراده نه ښودلې، چې ګڼې دغه ډله دې د سولې خبرو ته جدي وي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس زیاته کړې، همدې ته په کتو چې طالبان د سولې خبرو ته تر اوسه جدي اراده نه ده ښودلې دی هم د سولې د هڅو په اړه ژر قضاوت نه شي کولای.

خو په ورته وخت کې وايي، د سولې په اړه د خبرو پایله که هر څه وي، د ولسمشرۍ ټاکنې باید ونه ځنډول شي، بلکې په خپله ټاکلې نېټه تر سره شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ولسمشرۍ ټاکنې ځکه باید ونه ځنډول شي، چې ټاکنې د نظام او سیستم یوه برخه ده او د نظام مشروعیت ورسره تړلی دی.

عبدالله په خپلو خبرو کې دا خبره هم په کلکه رد کړې، چې ګڼې طالبانو د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډ وړاندیز کړی دی.

نوموړی د طالبانو له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډ غوښتنه پر داسې مهال ردوي، چې وړاندې ویل کېدل، ګڼې امریکايي چارواکي او طالب استازي په دې سره سلا شوي، چې د سولې له پاره دې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې وځنډول شي.

د ښاغلي عبدالله دا خبره امریکايي چارواکو په ځانګړي ډول د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم کړې، چې امریکا په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو پر خپل وخت تر سره کېدو ملاتړې ده.

باید و ویل شي، عبدالله په داسې حال کې د طالبانو سره د سولې خبرو ته چندان هیله من نه برېښي، چې تر دې وړاندې ولسمشر غني او د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دغه خبرو ته هیله مندي ښودلې او تمه یې څرګنده کړې، چې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې به د طالبانو سره د سولې خبرې یوې مثبتې پایلې ته ورسي.

ولسمشر غني خو څو ورځو وړاندې د سولې په اړه د مشورتي غونډو په لړ کې ویلي و، چې د سولې خبرې اوس له اګر او مګره وتلې او پر دې ولاړې دي، چې کله به پر سوله موافقه کېږي.

دغه زار د افغان سولې له پاره زلمي خلیلزاد هم کابل، قطر او اماراتو ته د سولې په تړاو تر سفرونو وروسته واشنګټن ته د ستنېدو پر مهال خپل دواړه وروستي سفرونه له لاس ته راوړنو ډک بللي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي