۰

د برېښنا د پراخیتا او پیاوړتیا په برخه کې یو بل تړون لاسلیک شو

پنجشنبه ۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۱
مالیې وزرات د واحدې ملي برېښنايي شبکې د رامنځ ته کولو په موخه د اسیا د پرمختیايي بانک سره یو تړون لاسلیک کړ.
د برېښنا د پراخیتا او پیاوړتیا په برخه کې یو بل تړون لاسلیک شو
مالیې وزرات د واحدې ملي برېښنايي شبکې د رامنځ ته کولو په موخه د اسیا د پرمختیايي بانک سره یو تړون لاسلیک کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تړون نن پنشنبې د لیندۍ لومړۍ نېټه کابل کې د ولسمشر پر وړاندې د افغانستان د مالیې د سرپرست وزیر او په افغانستان کې د آسیا د پرمختیايي بانک د مسوول تر منځ لاسلیک شو.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د دغه تړون موخه د برېښنا پراختیا او پیاوړتیا ده، چې له مخې به یې دایکنډي، اروزګان، غور، نورستان او نیمروز، چې وړاندې له هېڅ برېښنايي شبکې سره تړلي نه و، ونښلول شي.

سرچینه وایي، په دې تړون سره به نه یوازې یاد شوي ولایتونه له ارزانه برېښنا برخمن شي بلکې تر څنګ ولایتونه به یې هم د برېښنا د امنیت له مخې تامین شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دمګړۍ د دغه برېښنايي پروژې بودجوي لګښت ۲۴۰ میلیونه ډالره ده، چې وروسته به د آسیا پرمختیايي بانک نور هم زیات کړي.

باید و ویل شي، چې د دغه تړون په کېدو سره به د یادې پروژې د ډیزاین، څېړنه او تدارکاتي کارونه هم پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي