په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، یو امریکايي سرتېری په دغه هېواد کې وژل شوی خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکایي سرتېري د وژل کېدو پخلی نن شنبې د لیندۍ ۳ مه د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه اعلامیه کې شوی دی.
په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوی، چې دغه سرتېری چېرته او کله وژل شوی خو وایي، د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې د یاد سرتېري هویت تر ۲۴ ساعتونو پورې نه شي په ډاګه کولی.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې کابل کې د امریکا یو سرتېری په یوه داخلي برید کې وژل شوی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل