۰
ولسي جرګه حکومت ته!

له طالبانو سره مرکچي پلاوي باندې ښه فکر وکړی، تېروتنه ونه کړی

شنبی ۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۲
ولسي جرګې په حکومت غږ وکړ، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو له پاره داسې پلاوی وټاکي، چې غړي یې امانت لرونکي او د هېواد ملي ګټو ته ژمن کسان وي.
له طالبانو سره مرکچي پلاوي باندې ښه فکر وکړی، تېروتنه ونه کړی
ولسي جرګې په حکومت غږ وکړ، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو له پاره داسې پلاوی وټاکي، چې غړي یې امانت لرونکي او د هېواد ملي ګټو ته ژمن کسان وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس عبدالروف ابراهمي د نن شنبې د لیندۍ ۳ مې په غونډه کې و ویل، د سولې موضوع خورا مهمه او د افغانستان د خلکو بنسټیزه او لومړنۍ غوښتنه ده، چې باید په پوره روڼتیا تر سره شي.

نوموړي و ویل، هغه پلاوی چې له طالبانو سره د سولې د خبرو له پاره ټاکل کېږي هم باید په کې جدي دقت وشي او هغه کسان ورته وټاکل شي، چې امانت لرونکي او د هېواد ملي ګټو ته ژمن وي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه«له طالبانو سره مرکچي پلاوی باید د افغانستان د ټولو سیاسي ګوندونو او ولس امانت لرونکي استازي وي په دې برخه کې نباید هېڅ ډول تېروتنه وشي.»

په ورته وخت کې د جرګې ځینو غړو ویل، چې د سولې په برخه کې دغه اوازو چې ګڼې امریکايي چارواکي او طالبان د موقتې ادارې په رامنځ ته کولو سلا شوي وېره او اندېښنې راټوکولې دي.

د جرګې غړي محمد رضا خوشک و ویل، دغه اوازو ټول ولس په تېره بیا ملي سوداګر په اندېښنه کې کړي او وېره لري، چې د ۷۰ لسیزو ناخوالې یو ځل بیا تکرار نه شي.

د هغه په وینا د سولې په برخه کې حکومت باید د خلکو دغه اندېښنو ته قناعت کوونکی ځواب و وايي.
د ولسي جرګې یو بل غړي غلام حسین ناصري بیا و ویل، چې که له طالبانو سره د سولې خبرې کېږي نو حکومت باید له یوه قوي دریځه دغه میدان ته ورشي.

نوموړی وایي، که حکومت د پوځي تجهیزاتو په برخه کې له کمښت سره مخ وي دا موضوع هم باید روښانه کړي تر چې ولسي جرګې په دې برخه کې لاس پکار شي.

ناصري وايي، امریکا او ناټو د افغان ځواکونو د تسلح او تجهیز ژمنه کړې وه، خو تر پلو لاندې مولی راووته، نو ځکه اړتیا ده، چې حکومت ولسي جرګې ته باید خپل د اړتیا وړ تجهیزات ورپه کوته کړي تر څو یې له نورو هېوادونو تر لاسه او پوځ په پښو ودرېږي.

د ولسي جرګې دغه غړي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرونۍ خبرې هم دوه ګونې وبللې، چې په وینا یې له خبرو یې د افغانستان خلک نه پوهېږي، چې برخلیک به یې څه وي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي