۰

د هند د بهرنیو چارو وزیرې پاکستان ته له تګ څخه انکار وکړ

یکشنبه ۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۳
هندي رسنۍ وایي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیري سوشما سوراج پاکستان ته له تګ څخه انکار کړی او پر ځای به یې دوه نور وزیران هند ته ولېږي.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې پاکستان ته له تګ څخه انکار وکړ
هندي رسنۍ وایي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیري سوشما سوراج پاکستان ته له تګ څخه انکار کړی او پر ځای به یې دوه نور وزیران هند ته ولېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندوستان ټایمز لیکلي، چې مېرمن سوراج د خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي له بلنک لیک څخه مننه کړې، خو ویلي یې دي، چې پاکستان ته نه ځي.

مېرمن سوراج د هند او پاکستان تر منځ د یوې نوې لارې د پرانستې مراسمو ته وربلل شوې وه، خو نوموړي ویلي، چې دا نه ځي او پر ځای به یې دوه نور وزیران ورشي.

د هند او پاکستان تر منځ دا نوی سرحدي دهلیز به د دواړو هېوادونو په پنجاب ایالتونو کې د سکانو دوه مذهبي ځایونه سره ونښلوي او د هندوستان ټایمز په وینا په پرانستو سره به یې دواړو هېوادونو کې مېشت سکان له وېزې پرته مذهبي ځایونو ته تللی شي.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو د دغه لارې پرانستل کېدل د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو مثبت ګام بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي