۰

مشرانو جرګې د ۱۳۹۸ کال ملي بودجه تایید کړه

یکشنبه ۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۴
د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجې طرحه د سناتورانو د نظریاتو له وړاندې کولو سره یو ځای د مشرانو جرګې له خوا تایید شوه.
مشرانو جرګې د ۱۳۹۸ کال ملي بودجه تایید کړه
د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجې طرحه د سناتورانو د نظریاتو له وړاندې کولو سره یو ځای د مشرانو جرګې له خوا تایید شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سناتورانو د نن یکشنبې د لړم څلورمې په عمومي غونډه کې د ۱۳۹۸ مالي کال پر بودجه تر خبرو وروسته د رایو په اکثریت سره دغه بودجه تصویب کړه.

سناتورنو ۵۵ پروژې د خپلو مشورتي نظریاتو په توګه د ملي بودجه د تایید تر څنګ مالیې وزارت ته وړاندیز کړې او دا په داسې حال کې ده، چې مالیې وزارت له وړاندې ویلي و، چې سناتورانو نیمايي نظریې به د ملي بودجه په طرحه کې شاملوي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن په غونډه کې و ویل، چې مشرانو جرګه به هڅه وکړي ولسي جرګې ته هم په دې اړه قناعت ورکړي او هڅه به وکړي، چې د سناتورانو د وړاندیزو پر بنسټ کم تر کمه یوه پرمختیايي پروژه په دې بودجه کې ومني.

باید و ویل شي، د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجه ۳۹۹ میلیارده افغانۍ اټکل شوې، چې له دې ډلې ۲۷۵ میلیارده افغانۍ د دولت عادي لګښتونه او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ یې د پرمختیايي پروژو برخه ده.

د ۱۲۴ ملیارده پرمختیايي بودجې ۱۶ میلیارده یې اختیاري او ۶۳ میلیارده یې غیر اختیاري بودجه ده، چې د ځینو هېوادونو او نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو له خوا به ولګول شي.

له دغه بودجې څخه به آقینې بندر او اندخوی د ریل ګاډي پټلیۍ، د برېښنا رسونې پروژې، د سړکونو جوړول او د اوبو بندونو جوړولو لګښت ورکول کېږي.

د ۱۳۹۸ کال بودجه د ۱۳۹۷ کال په پرته ۱۲ سلنه زیاته شوې، چې د مالیې د سرپرست وزیر په وینا دغه بودجه د دولت توان، د خلکو اقتصادي ښه والو ته په نړیوالو معیارونو برابره شوې ده، چې په کې د فساد د مخنیوي له پاره هم تدابیر نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودجه طرحه د لړم میاشتې په شلمه نېټه د مالیې وزارت له خوا مشرانو جرګې ته ورمعرفي شوه، چې په دغه جرګه کې تر ۱۵ ورځو پورې پرې خبرې او نظریات وړاندې شول.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي