ولسمشر محمد اشرف غني سویس ته ولاړ

5 قوس 1397 ساعت 8:35

ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د جینوا په کنفرانس کې د ګډون په موخه سویس ته ولاړ.


ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د جینوا په کنفرانس کې د ګډون په موخه سویس ته ولاړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني او وروسره پلاوی نن دوشنبې د لیندۍ ۵ مه سویس ته روان شو.

ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر به د جینوا د کنفرانس په عمومي غونډه کې د وینا تر څنګ په دغه غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو له چارواکو سره هم دوه اړخیزه لیدنې ولري.

باید و ویل شی، د جینوا کنفرانس، چې د افغانستان په اړه دی د روانې میلادي میاشتې په ۲۸ مه او ۲۹ مه به تر سره شي او په کې به د افغانستان سره د مرستو او همکاریو پر نوي کولو او بیا ژمنې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110676

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110676/

جمهور
  https://www.jomhornews.com